د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په یوه تازه ویډیويي پیغام کې چې نن شپه ناوخته د نوموړي له فیسبوک پاڼې خپور شوی، بیا ټینګار کړی چې د خپلې خاورې د آزادۍ لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
ښاغلي پښتین یو ځل بیا په ملتپاله ګوندونو غږ وکړ چې په ګډه د پښتنو د یوالې او اتحاد لپاره کار وکړي او هڅه وکړي چې په ګډه د روانې ناخوالې مخه ونیسي.
نوموړي وویل چې که سیاسي ګوندونه فکر کوي چې د «سرکار» څخه به د پښتنو حقوق او ازادي ترلاسه کړي، بده خبره نه ده، خو په وینا یې پاکستاني حکومت د خلکو وینې توییدو ته خوشاله دي او په دومره اسانۍ به خپلې تګلارې ته بدلون ورنکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ډاډ ورکړ چې په هیڅ صورت د پښتنو له حقوقو او دفاع څخه نه تیریږي.