شنبه, جون 14, 2025
Homeافغانستانپاکستان:لویدیځو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو قضیه ورو روانه کړې او...

پاکستان:لویدیځو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو قضیه ورو روانه کړې او پر دوی فشار زیات شوی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لوېدیځو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو قضیه ورو روانه کړې، چې له دې کبله پر دوی د کډوالو فشار زیات شوی دی.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هغو افغانانو په قضیو کې پرمختګ ورو دی، چې د لویدیځو هېوادونو له لوري د بیا مېشتېدنې ژمنه ورکړل شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، له دغه هېواد څخه اېستل شوي ټول کډوال غیر قانوني دي.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د ناروې د کډوالو شورا مشر یان ایګلنډ ویلي وو، چې پاکستان او ایران نږدې یو میلیون افغان کډوال را ایستلي، چې دا د اندېښنې وړ مسئله ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here