د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظورپښتین په یو ویډیويي پیغام کې په خیبر پښتونخوا کې د ملتپاله ګوندونو له مشرانو ګیله وکړه چې په لوی لاس یې د خیبر دلویې او تاریخې جرګې پریکړې وننګولې او بریالۍ جرګه یې ناکامه کړه.
ښاغلي پښتین وویل په داسې حال کې چې د جرګې ټولې پریکړې د ملتپاله ګوندونو د استازو په مشوره او تایید اعلان شوي وو خو د ناڅرګند دلیل له امله دوی له دې پریکړو په شاه شول او همدا ددې لامل شوه چې د جرګې پریکړې عملي نه شي.
منظور پښتین یو ځل بیا په پښتونخوا کې په سیاسي ګوندونو غږ وکړ چې اوس هم شونې ده چې د جرګې ټولې پریکړې عملي شی خو شرط دادی چې په واقعې مانا سره راټول او د جرګې د پریکړې عملي کیدل وغواړو.