د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، چې له شیخ هبت الله اخندزاده سره یې د کومې ځانګړې دندې لپاره بیعت نه دی کړی.
مولوي کبیر د دغه وزارت له کارکوونکو سره په ناسته کې ویلي، چې موږ د شیخ هبتالله سره پر کومې ځانګړې دندې نه، بلکې په اسلام او شریعت مو ورسره بیعت کړی.
نوموړي د یاد وزارت کارکوونکو ته زیاته کړې، چې د منفکۍ او تبدیلۍ په اړه دې اندېښنه نه کوي.
د یادونې ده چې له شاوخوا لس ورځو وروسته، د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء پخواني سیاسي مرستیال مولوي کبیر تېره ورځ د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.