پاکستان کې د افغانستان وروستی سفیر نجیب الله علي خیل وایي، پاکستان یو مستقل او پر ځان بسیا افغانستان نه غواړي.
نوموړی وایي، پاکستان غواړي چې افغانستان تل دوی ته محتاج وي.
د علي خیل په خبره، پاکستان غواړي افغانستان کې تر خپل واک لاندې حکومت جوړ کړي.
د ده په خبره، د ده په ماموریت کې به یو شمېر چارواکو پاکستان ته سفرونه کول؛ خو کله به یې چې بهرنیو چارو وزارت نه پوښتنه وکړه؛ نو هغوی به هم خبر نه وو.
عليخیل زیاتوي، ګلبدین حکمتیار، احمد ولي مسعود او کریم خلیلي به په جي ایچ کیو کې له پاکستاني چارواکو سره پټې لیدنې کولې؛ خو زه به یې هیڅ نه جریان کې کولم.