د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ضیا سراج وايي، القاعده د طالبانو د مشرانو ترمنځ اختلافاتو ته په کتو د دغې ډلې د سقوط مخه نیولې ده.
ښاغلي سراج ویلي، چې د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن زوی شاید په کندهار یا پنجشیر کې وي.
ضیا سراج له یو شمېر خبریالانو سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو د مشرتابه په کچه قومي او مذهبي اختلافات تر بل هر وخت زیات شوي، خو القاعده شبکې ددې وضعیت په اداره کولو کې مهم رول لوبولی دی.
سراج زیاته کړې، چې د طالبانو د مشرانو ترمنځ د واک د ویش پر سر ژور اختلافات موجود دي.
د هغه په خبره، اوس مهال القاعده ډلې ته د خپلو اهدافو د پوره کولو غوره فرصت برابر شوی دی او دا ډله اوس مهال افغانستان د خپل هغه مرکز په توګه استفاده کوي، له کوم ځای څخه چې خپلو جنګیالیو ته قومنده کوي.
د سراج په خبره، امریکا هم له دې خبرداری لري؛ خو تر هغې چې دا ډله واشنګټن ته ګواښ نه وي، نو ښايي کوم اقدام ونه کړي.