د امریکا لارنس تخنیکي پوهنتون ویلي، چې افغانستان کې د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته، شاوخوا ۹۰ سلنه افغانان له لوږې او فقر سره مخ شوي دي.
دغه پوهنتون د یوې نظر پوښتنې له مخي ویلي، چې ۸۴ سلنه افغانان روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او ۸۵ سلنه افغانان د تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي.
دغه نظر پوښتنه کې ګډونوالو د بشري مرستو، د بیان ازادۍ محدودیتونو، د ښځو حقونو، خوارځواکۍ او بېکارۍ په تړاو نظرونه شریک کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼو نړیوالو بنسټونو د افغانستان پر اقتصادي وضعیت اندېښنه ښودلې.