د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند سناتور مارکو روبیو ویلي، ایران په ډېرو سختو شرایطو کې قرار لري او اجازه باید ورنکړل شي چې په اټومي وسلو سمبال شي.
هغه ویلي، شعیهوو په لبنان او سوریه کې ماتې خوړلې او ایران له همدې کبله هم له بد وضعیت سره مخ دی.
سناتور زیاتوي، دوی د ایران له خلکو سره کومه ستونزه نه لري؛ خو د دغه هېواد اوسني حاکمان د ایران د خلکو استازي نه دي.