په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وایي، اسلام اباد په دې کې پاتې راغلی چې طالبان قانع کړي چې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون له نورو وسله والو ډلو سره اړیکې پرې کړي.
منصور احمد خان ویلي، پاکستان باید د افغانستان په وړاندې له تېرو څو لسیزو راهیسې د امنیت په تړاو خپله تګلاره بدله کړې وای.
نوموړي په ډان ورځپاڼه کې په یوه خپره کړي مقاله کې لیکلي، چې د تحریک طالبان پاکستان او د بلوچ آزادي غوښتونکي ډلې په څېر ډلو لخوا پر کرښې د بریدونو زیاتوالي پاکستاني پوځیانو او ملکي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د منصور احمد خان په وینا، د دغو دوو ډلو پر وړاندې د جګړې لپاره د افغان طالبانو د نظر په جلبولو کې د اسلام اباد پاتې راتلل له طالبانو سره د اسلام اباد د اړیکو د کړکېچ لامل شوی دی.