د طالبانو حکومت تر واک لاندې سره میاشت وایي، له هغه شخص سره یې د ۲۰ زره افغانیو نغدي، د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې چې څه موده وړاندې یې خپله ګرده پلورله.
دغې ادارې په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې یاد کس ته یې د نغدي مرستې ترڅنګ دنده هم ورکړې ده.
د یادونې ده چې څه وخت وړاندې ټولنیزو رسنیو کې د دغه کس ویډیوګانې نشر شوې چې د فقر له کبله ګرده پلوري.
نوموړی وایي، د خوراک او بچیانو درملنې لپاره هیڅ نه لري.