د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د اسلامي همکاریو سازمان ناستې له پرېکړه لیک هرکلی کړی.
ښاغلي کرزي په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د نجونو زده کړې د هغوی شرعي حق دی او منع کول یې د ملي ګټو خلاف او نه توجیه کېدونکی عمل دی.
هغه یو وار بیا ویلي چې د هېواد پرمختګ کې د نجونو زده کړې حیاتي رول لري.
هغه د طالبانو له حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.