د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل طلق البقمي سره لیدلي.
د دغه وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې ناسته کې دواړو لوریو د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سعوديمېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو رسول او په ټوله کې دوو اړخیزو اړیکو کې له شته فرصتونو څخه پر استفادې خبرې وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي، چې امیرخان متقي په دې ناسته کې د افغانستان او سعودي اړیکې ارزښتناکې او تاریخي بللې او ټینګار یې کړی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله زیاته شي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په یاده ناسته کې امیرخان متقي غوښتنه کړې چې د سعودي حکومت د افغانانو لپاره د حج او عمرې په کوټه کې زیاتوالی راولي او همداراز سعودي کې مېشتو افغانانو ته د کونسلي خدماتو په رسولو کې هم مرسته وکړي.
خبرپاڼه کې دغه راز زیاته شوې چې د سعودي سفیر ویلي چې هېواد یې غواړي په کابل کې د خپل حضور له لارې په مختلفو برخو کې افغانانو سره مرسته وکړي.