په لندن کې مېشت افغانان د مغرضو کړیو پر ضد او د افغانستان د کرکټ په ملاتړ اعتراضیه غونډې ته چمتووالی نیسي.
لندن کې مېشتو افغانانو ویلي، چې د دغې غونډې اعتراض لیک به د برېتانیا پارلمان ته هم ولېږي.
دوی زیاته کړې چې دغه غونډه به د روانې جنوري میاشتې په ۱۹ نېټه د لندن په اجویر سیمه کې ترسره شي.
د یادونې ده چې له دې وړاندې د برېتانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو د دغه هېواد کرکټ لوبډلې نه غوښتنه کړې وه، چې له ښځو سره د طالبانو د چلند په غبرګون کې له افغانستان سره سیالي لغوه کړي.
بل لورته د کرکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) هم د افغان کرکټ ملي لوبډلې ملاتړ کړی او ویلي چې د کرکټ د ودې په موخه به د افغان کرکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.