سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeافغانستانله افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ:د پاکستان له لوري د افغان خبریالانو...

له افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ:د پاکستان له لوري د افغان خبریالانو ځورول د بشري حقونو ښکاره نقض دی

له افغان خبریالانو د ملاتړ بنسټ د پاکستان حکومت له لوري د افغان کډوالو د ځورولو په اړه غبرګون ښودلی.

یاد بنسټ لیکلي، چې دا کار د بشري حقونو نقض دی او پاکستان حکومت باید ژر تر ژره له دغې کړنې لاس واخلي.

له دغه بنسټ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان کډوالو، په ځانګړي ډول خبریالانو پاکستان ته د ارام ژوند لپاره پناه وړې؛ خو دا هېواد یې په یوه او بله پلمه ځوروي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې یو وار بیا هلته د افغان کډوالو نیول او ځورول زیات شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here