پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeافغانستانرانا ثناءلله: که له افغانستان څخه ګواښ پیښ شي، خپلو بریدونو ته...

رانا ثناءلله: که له افغانستان څخه ګواښ پیښ شي، خپلو بریدونو ته دوام ورکوو

‏د پاکستان د لومړي وزیر جګپوړي سلاکار رانا ثناء الله خبرداری ورکړی، که له افغانستانه په پاکستان برید یا د برید ګواښ رامنځته شي، پاکستان به پر دغه هېواد یو ځل بیا برید وکړي.

نوموړي په یوه مرکه کې ویلي، چې د نړیوالو قوانینو له مخې پاکستان د کرښې بلې غاړې ته د عملیاتو حق لري.

ثناالله د یکشنبې په ورځ له سما تلویزیون سره په مرکه کې وویل: “دا یو نړیوال قانون دی چې که له کوم ځای څخه ستاسو خاورې ته ګواښ وي او یا د برید لپاره چمتووالی وي، تاسو حق لرئ چې د خپل ځان او امنیت ساتنه وکړئ.”

هغه ټینګار وکړ چې که پاکستان ته کوم ګواښ وي، دغه هېواد به پر مناسب وخت عمل وکړي.

تر دې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پکتیکا وروستي هوایي برید ته په اشارې سره ګواښ کړی و چې د کرښې له هغې غاړې به بریدونو ته سخت ځواب ورکړي.

په تیر ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې افغانستان کې پاکستاني ځواکونو دوه ځلې په افغان خاوره برید کړی وو چې ګڼو ملکي خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې وه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here