د تیر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، د ډیورنډ فرضي کرښې لاسلیککوونکي او هغه کسان چې د هر دلیل له مخې یې مني، دا حق له پامه غورځولی چې فرضي کرښه د ملت حق دی؛ نو ځکه دوی د ملت د ارادې له مشروعیت څخه برخمن نه دي.
ښاغلي اتمر په خپله ایکسپاڼه لیکلي، د نورو ملتونو بریالیو تجربو ته په پام، زموږ خلک به خپله مشروع مبارزه د ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره د ولس د آزادو رایو پر بنسټ مخته یوسي.
نوموړی زیاتوي چې د یوه ملت د خاورې برخلیک یوازې او یوازې هماغه ملت پورې تړاو لري.