د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت امر کړی چې د پوهنتونونو او خصوصي ښوونیزو مؤسسو استادان باید د دولتي پوهنتونونو له لارې و ګمارل شي.
دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې د پوهنتونونو او خصوصي ښوونیزو مؤسسو د استادانو د کموالي یادونه کړې او ویلي یې دي چې د دې ادارو د علمي کادرونو د ګمارنې د چټکتیا لپاره یې یو لارښود ترتیب کړی دی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویلي چې د دې لارښود له مخې، خصوصي پوهنتونونه او ښوونیزې مؤسسې دې ژر تر ژره خپل خالي بستونه اعلان او د کاندیدانو لېست دې دولتي پوهنتونونو ته واستوي، څو د ګمارنې پروسه له همدې پوهنتونونو څخه پر مخ یوړل شي.
دې وزارت ټینګار کړی چې د خصوصي او دولتي پوهنتونونو مسئولین دې ترتیب شوی لارښود په دقت سره مطالعه کړي او د علمي کدرونو د غړو د جذب د کړنلارې له مخې دې د خصوصي ښوونیزو مؤسسو د استادانو د ګمارنې دوسیې په چټکۍ وګوري.