یکشنبه, جون 15, 2025
Homeافغانستاند پولې ډاکټرانو سازمان:۲۰۲۵ کال د افغانستان لومړنی ماشوم په خوست کې...

د پولې ډاکټرانو سازمان:۲۰۲۵ کال د افغانستان لومړنی ماشوم په خوست کې وزیږېد

د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي، چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان په خوست ولایت کې د دې کال لومړنی ماشوم زېږېدلی دی.

دغه سازمان په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا ماشوم نجلۍ ده او نوم یې «شبانه» دی.

یاد سازمان ویلي، چې دا ماشوم د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د سهار په ۱۲:۰۶ بجو زېږېدلی دی.

بې پولې ډاکټرانو ویلي، چې شبانه د مور او پلار لومړنۍ ماشومه ده او د مور روغتیایي حالت یې هم د ډاډ وړ دی.

د یادونې ده چې په ۲۰۲۴ کال کې هم په افغانستان کې لومړنی ماشوم په خوست ولایت کې زیږیدلی و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here