ننګرهار کې د طالبانو امربالمعروف ریاست د جوماتونو ملا امامانو ته ویلي، چې دا اوونۍ د جمعې ورځ خطبه کې پر انساني قاچاق بحث وکړي.
دوی په یو مکتوب کې ټولو ملا امامانو ته ویلي، چې د انساني قاچاق دونیاوي او اخروي زیانونه بیان کړي.
مکتوب کې راغلي، که هر امام له ورکړل شوې موضوع پرته په بل څه وغږیږي؛ نو د ګیلې حق بیا نه لري.
دوی یاد مکتوب داسې مهال لیږي، چې وړمه اوونۍ د طالبانو مشر شیخ هبتالله د انساني قاچاقبرانو د نیولو فرمان هم صادر کړ.