د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د امریکا په نیو اورلینز ایالت کې د نوي کال د نمانځنې پر مراسمو برید غندلی.
ګوتریش ویلي، چې د قربانیانو کورنیو او د امریکا حکومت ته تسلیت وړاندې کوي.
د یادونې ده چې هلته تېره ورځ د امریکا پخواني سرتېري د نوي کال نمانځنۍ پر مهال د خلکو پر ګڼه ګوڼه د موټر په وسیله برید کړی چې، لږ تر لږه ۱۵ تنه یې وژلي او ۳۰ یې نور ټپيان کړي دي.