په داسې حال کې چې طالبان امنیت خپله لاسته راوړنه ګڼي؛ خو په ۲۰۲۴ کال افغانستان کې بوږنونکې امنیتي پېښې رامنځته شوې.
د داعش ډلې له لوري د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنه؛ د پاکستان له لوري دوه ځله پر افغان خاوره د جیټ الوتکو بریدونه؛ د ایران له لوري په سرحدي سیمو کې د افغانانو وېشتل، له طالبانو سره د ایران او پاکستاني پوځیانو نښتې او په کور دننه د مقاومت جبهې او داعش ډلې له لوري ګڼ نور بریدونه هغه څه وو، چې د طالبانو دغه داعیه یې هم وننګوله.
د کال په وروستۍ ورځ د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر پر موټریز کاروان برید هم د یادونې وړ پېښه ده.
دغه راز په کابل کې د څارنوالۍ د کارکوونکو پر موټر برید؛ په کابل، هرات، بغلان او یو شمېر نورو ولایتونو کې پر جوماتونو کې چاودنې او د غور ـ دایکندي پر لار شعیهمذهبو وژل کېدل هغه پېښې وې، چې په امنیتي برخه کې په ۲۰۲۴ کال کې د یادونې وړ ده.
سره له دې، چې دغه ډول نورې هم ډېرې پېښې شوې؛ خو دا، چې په کور دننه د طالبانو حکومت رسنۍ سانسور ساتلې؛ نو ځکه یې تر ډېره خبرونه نه رسنیز کېږي.