د طالبانو کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو معینیت د کریمنل تخنیک ریاست وایي، چې د شیخ هبتالله آخندزاده د لسمې شمېرې فرمان د پلي کولو په موخه یې د هغو ټولو طالبانو او عامو کسانو بایومتریک ختموي، چې پخواني حکومت سره د طالبانو او یا له طالبانو سره د همکارۍ په نوم تورن او بایومټریک وو.
دوی یادو کسانو ته خبر ورکړی چې د خپل د ثبت شوي بايومتريکي معلوماتو د ختمېدو په موخه، د کورنيو چارو وزارت د امنيتي چارو ستر معينيت اړوند د کریمنال تخنیک ریاست بایومتریک عمومي مدیریت ته ورشي، تر څو بایومتریکي معلومات یې مشخص او د سیستم څخه لرې شي.