پنجشنبه, جولای 10, 2025
Homeکورپاڼهخیبر پښتونخوا؛د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پولیس ټپیان کړې

خیبر پښتونخوا؛د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پولیس ټپیان کړې

خيبر پښتونخوا کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پاکستاني پولیس ټپیان کړي دي.

سرچینې وایي چې دغه چاودنه د بنو ضلعې په ماما خېلو سيمه کې رامنځته شوه چې له امله یې لږ تر لږه پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د یادونې ده چې نن د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز هم ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د پاکستان د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی کال و.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here