راپورونه وايي چې په خیبر پشتونخوا کې د تحریک طالبان پاکستان له لوري ۱۵ لویې او وړې امنیتي پوستې نېول شوي دي.
راپورونه زیاتوي چې دغه پوستې پاکستاني پوځیانو د وسلوالو دقیق لیزري بریدونو، د ځمکنیو ماینونو پرلهپسې چاودنې، او د خوراکي توکو نشتوالي له کبله ټيټيپي ته پرېښي دي.
تر اوسه دواړو لوریو په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې تېره ورځ په سوشل میډیا کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کېدلې، چې د ټيټيپي ډلې یوه امنیتي پوسته نېولې وه او خوښي یې څرکندوله.