د سوریې د نوي حکومت چارواکو میساء صابرین د دغه هیواد د مرکزي بانک د مشرې په توګه وټاکله.
میساء صابرین لومړنۍ ښځه ده چې د دغه بانک په تاریخ کې تر ټولو لوړ مقام ته رسیږي.
میساء صابرین تر دې مخکې د سوریې د مرکزي بانک د لومړۍ مرستیالې او د دغه بانک د فعالیتونو د څارنې د مشرې په توګه کار کړی دی.
د یادونې ده چې د سوریې نوي حکومت واک ته له رسېدو وروسته په دغه هېواد کې ګڼ بدلونونه رامنځته کړل او د ښځو پر فعاله ونډې ټینګار کوي.