یکشنبه, جون 15, 2025
Homeافغانستاند ایران د پارلمان غړی:طالبانو سره د اړیکو جوړول بې ګټې دي

د ایران د پارلمان غړی:طالبانو سره د اړیکو جوړول بې ګټې دي

د ایران د پارلمان د امنیتي او بهرنیو اړیکو د کمېسیون غړي ابوالفضل زهراوند ویلي، چې له طالبانو سره د اړیکو جوړول بې ګټې دي.

هغه د طالبانو په سیاست نېوکه کړې او ویلي، چې ترکیه په افغانستان کې ډېر بندونه جوړوي چې د ایران په زیان تمامیږي.

د یادونې ده چې ایران له څه باندې درېيو کالونو راهیسې د هلمند سیند د اوبو د حقابې پر سر له طالبانو سره اختلافات لري او دغه اختلافات د ایران او طالبانو ترمنځ د سړو اړیکو لامل هم شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here