شنبه, جون 14, 2025
Homeکورپاڼهسرګي لاوروف:منځني ختیځ کې د اوسنیو ستونزو او تاوتریخوالي مسووله امریکا ده

سرګي لاوروف:منځني ختیځ کې د اوسنیو ستونزو او تاوتریخوالي مسووله امریکا ده

ټاس خبري اژانس وایي، چې ‏د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف ویلي، چې د ایران او اسراییل ترمنځ کړکېچ خطرناک حالت ته رسېدلی دی.

ټاس د سرګي لاوروف له قوله ویلي چې په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او د ایران او اسراییل مخامخ کېدل خطرناکې پولې ته رسېدلې دي.

ټاس دغه راز ویلي چې لاوروف په منځني ختیځ کې د دوامداره کړکېچونه او د تاوتریخوالي د تکرار مسووله امریکا ګڼلې.

نوموړي دغه راز ویلي چې امریکا د عرب هېوادونو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here