د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني استازي اصف دراني د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ سرحدي جګړه د افسوس وړ بللې او ویلي یې دي چې طالبان باید ترې عبرت واخلي.
ښاغلي دراني په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې تحریک طالبان پاکستان یوه سره کرښه ده او هیچا ته باید اجازه ورنهکړل شي چې له هغې تېر شي.
د یادونې ده چې د تېر سه شنبې په شپه پاکستاني پوځیانو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ ځینې سیمې بمبار کړې چې د طالبانو د ادعا له مخې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۶ تنه پکې وژل شوي دي.
بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ او د پاکستان د امنیتي ګواښونو پر وړاندې ترسره شوي دي.