د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا له کابل او اسلام اباد غوښتي، چې د ستونزو د حل لپاره له خبرو اترو کار واخلي.
نوموړې ویلي، مسکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په فرضي کرښه د وروستي کړکېچ له کبله اندېښمن دی.
هغې ویلي، دوی هیله لري، چې کابل او اسلام اباد د ستونزو حل په رغنده خبرو کې ولټوي.
دا په داسې حال کې ده، چې پر پکتیکا د پاکستان د جټ الوتکو له بمبار وروسته؛ تېره ورځ خوست او پکتیا کې له فرضي کرښې هاغاړه طالبانو پاکستاني پوځیان په نښه کړي وو.