د چمن پرلت کوونکو د نن ورځې لاریون او د چمن- سپین بولدک لویې لارې د تړلو پرېکړه ځنډولې.
دوی ویلي، چې دغه پرېکړه یې د ځايي دیني عالمانو په غوښتنه کړې؛ خو ټینګار یې کړی چې د غوښتنو تر منل کېدو پورې به یې پرلت دوام کوي.
تر دې وړاندي پرلت کوونکو ویلي و، د روانې ډسمبر میاشتي پر څلورمه د چمن-سپین بولدک لویه لار د ټرافیکو پر مخ تړي او پراخ لاریونونه به کوي.