د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د طالبانو وروستی فرمان په لنډ او اوږد وخت کې ټولنې ته زیان رسوونکی دی.
ښاغلي اتمر په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دا چاره د تولو نړیوالو قوانینو نقضونکې ده او په ټولو اسلامي هېوادونو کې د دغه ډول اقدام مثال نه لیدل کېږي.
نوموړی زیاتوي، د ښځو طبي زدکړې د ښځو او ماشومانو صحت لپاره خورا مهمې دي او د مور او ماشوم د مړینې مخنیوی کوي.
هغه وایي، د طالبانو دا اقدام هیڅ دیني توجیه نه لري.
د یادونې ده چې د طالبانو دغې کړنې د ګڼو سیاسیونو او نړیوالو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.