بغلان کې سیمهییزې سرچینې وايي، چې یو زوی خپله مور د چاقو په واسطه وژلې ده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د خنجان ولسوالي په سیاه سنګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د معلوماتو پر اساس، قاتل نذیر نومیږي، چې خپله خور یې هم وهلې؛ خو هغه ټپي شوې ده.
بل لورته بیا طالبان وايي، چې قاتل یې نیولی دی.
د پېښې انګېزه کورنی تاوتریخوالی بلل شوی.