د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو لور او اوسنۍ لومړۍ مېرمن اصفه بوټو زرداري په نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې پر طالبانو د امر کولو پر ځای له دوی سره پر تعامل خبرې وکړي.
نوموړې د العربیه ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوقو په اړه طالبانو سره خبرې وکړي.
اصفه بوټو زرداري له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل غندلي او په وینا چې د بهرنیانو وتل د افغانستان وضعیت زیانمن کړی دی.