یکشنبه, جون 15, 2025
Homeافغانستانیوناما:افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړۍ...

یوناما:افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړۍ غونډه جوړه شوه

یوناما وایي، افغانستان کې یې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې کاري ډلې لومړۍ غونډه جوړه کړه.

یادې ادارې په یو راپور کې ویلي، دا غونډه یې د دوحې درېیمې ناستې د پرېکړو او ژمنو په تعقیب جوړه کړې.

راپور کې د یوناما د مشرې روزا اتونبایوا له قوله ویل شوي، چې افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه مهمه مسئله ده، چې ان پر لرې پرتو ټولنو هم اغېز کوي.

د یادونې ده چې د دوحې درېیمې ناستې کې د افغانستان اقتصادي ثبات لپاره هڅې، د کنګل شوې شتمني ازادول او افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره د ګډې کاري ډلې جوړول مهمې غوښتنې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here