د طالبانو حکومت د کانونو وزارت څخه یوې سرچینې حماسه میډیا ته وویل چې ددې وزارت وزیر هدایت الله بدري د عوایدو پخوانی رئیس عقاب حنفي د یو پلان له مخې د اداري فساد په تور بندي کړی وو.
دغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، وایي، د کانونو وزیر هدایت الله بدري غوښتل خپل اوښی عبدالله حیدري عوایدو ریاست ته راولي؛ نو د یوې توطیې له مخې یې عقاب بندي کړ.
دیادونې وړ ده چې د کانونو وزارت د عوایدو پخوانی مشر عقاب حنفي د روان لمریز کال د قوس میاشت کې د طالبانو محکمې نوموړی بې ګناه وباله او برأت یې ورکړ.