ازبکستان وایي، چې د ملګرو ملتونو چارواکي او د منځنۍ آسیا هېوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران په تاشکند کې راټول شوي ترڅو د سیمې او افغانستان سره د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر، بختیار سعیدوف په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې د یوناما مشرې روزا اوتونبایوا په ګډون د قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، او ترکمنستان استازي په دې غونډه کې ګډون لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې غونډې د اجنډا یوه مهمه برخه د افغانستان پر محور د سیمهییزې همکارۍ اړوند بحثونه دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.