د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، چې په لبنان کې د اوربند تر رامنځ ته کیدو وروسته به ډیر تمرکز پر ایران او حماس باندې وکړي.
د اسرائیلي رسنۍ د راپورونو له مخې، نتنیاهو ادعا کړې چې په لبنان کې د اوربند رامنځ ته کول به تل ابیب ته اجازه ورکړي چې پر حماس او ایران زیات تمرکز وکړي.
نوموړي زیاته کړې، چې د لبنان په سویل کې یې د حزب الله ټول تاسیسات او د قوماندې مرکزونه ویجاړ کړي دي.
هعه ویلي، کله چې حزب الله له صحنې څخه ووځي، حماس به په جګړه کې یوازې پاتې شي او پر ضد به یې زموږ فشارونه زیات شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د اوربند موافقه تصویب شوې ده.