د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د طالبانو لخوا سختو محدودیتونو افغانې ښځې سختې زیانمنې کړې دي.
دغه سازمان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
یاد سازمان له خلکو غوښتي، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په ۱۶ ورځني نړیوال کمپاین کې ګډون وکړي، د خپلو بشپړو بشري حقونو دفاع وکړي او د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کار وکړي.