د پاکستان په اسلام اباد کې د پخواني لومړي وزیر عمران خان د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې څلور امنیتي ځواکونه وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.
پاکستانۍ رسنۍ جيو نيوز خبر ورکړی، چې اسلام اباد کې د عمران خان د پلویانو او د امنيتي ځواکونو ترمنځ سختې نښتې رامنځته شوي دي.
د پاکستان حکومت د دغه هېواد له پوځه غوښتي چې د پلازمېنې کنټرول په لاس کې واخلي.
د دغه راپور له مخې، د پاکستان حکومت د عمران خان په ملاتړ پر مظاهره چیانو د ډزو کولو امر صادر کړی او خبرداری یې ورکړی، چې هېڅ ډول تاوتریخوالی او ګډوډی به ونه زغمي.
د يادونې وړ ده، چې د دغو لاريونونو له کبله د پاکستان په پلازمېنه کې انټرنېټ قطع شوى او دغه راز پلازمېنې ته تلونکې ټولې لارې او د راولپنډۍ او اسلام اباد ښارونو ترمنځ نښلوونکې لارې په بشپړه توګه بندې دي.