رویټرز د لبناني چارواکو له قوله ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به ډېر ژر په لبنان کې د حزب الله او اسرائیلي پوځ ترمنځ اوربند اعلان کړي.
یادو چارواکو رویټرز ته د دغه اوربند د اعلان کره وخت نه دی ښودلى.
راپور کې راغلي چې د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، چې د اوربند په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د یادونې ده چې تېره ورځ د اکسیوس نشریې هم ویلي وو، چې اسرائیل او د لبنان حزب الله ډله د اوربند د یوې هوکړې په درشل کې دي.