شنبه, جون 14, 2025
Homeافغانستانخوست کې؛طالبانو د ځوانانو له لوري په وړیا ډول د کتاب وېشلو...

خوست کې؛طالبانو د ځوانانو له لوري په وړیا ډول د کتاب وېشلو لړۍ بنده کړه

طالبانو خوست کې هغه ځوانان له کتاب وېشلو منع کړي، چې له اوږدې مودې راهیسې یې پر خلکو وړیا کتابونه وېشل.

یادو کسانو به له خلکو او کورونو کتابونه راټولول او بیا به یې په وړیا ډول پر ځوانانو وېشل، چې طالبانو څو ځله په شفاهي ډول منع کړي وو، خو اوس یې دغه لړۍ په بشپړ ډول پرې بنده کړه.

دوی تر اوسه د دغې لړۍ د بندېدو د علت په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده، چې د طالبانو حکومت تر دې وړاندې د یو شمېر کتابونو پر چاپ او د ځینو کتابونو پر خرڅلاو هم بندیز لګولی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here