یکشنبه, جون 15, 2025
Homeافغانستاند چین ځانګړي استازي؛امیرخان متقي سره د سیمې په اړه خبرې کړي

د چین ځانګړي استازي؛امیرخان متقي سره د سیمې په اړه خبرې کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د چین هېواد له ځانګړي استازي یوشیایو یونګ سره کتلي دي.

دواړو لوریو په دغه لېدنه کې د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي.

متقي له چین سره په سوداګریزه برخه کې د پرمختګونو ستاینه کړې او د دواړو لوریو تر منځ یې اړیکې مثبتې بللې دي.

بلخوا د چین ځانګړي استازي ویلي چې هېواد یې د افغانانو ارزښتونو او انتخابونو ته درناوی کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here