سیمهییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د پاکستان په باجوړ کې په دوه جلا جلا پېښو کې یو پولیس او یو عام وګړی وژل شوی دی.
دا دواړه پېښې په ماموند او لوی ماموند سیمو کې د بمي چاودنو له کبله رامنځته شوې دي.
تر اوسه چا د دغه پېښو مسولیت نه دی منلی.
د یادونې ده، چې هلته په دې وروستیو کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.