د طالبانو د حکومت مشر ملا هبتالله اخوندزاده په یو تازه فرمان کې د بشري سرچینو ریاستونه، مدیریتونه او امریتونه د کارکوونکو د چارو ریاست، مدیریت او امریت په نومونو نومولي دي.
هغه په دې اړه یو فرمان صادر کړی او ویلي یې دي، چې تر دې وروسته به د یاد ریاست اړوند ټول اسنادونه تر همدې عنوان لاندې معامله کېږي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې نوموړي دغه کړنه د کومې موخې لپاره کړې ده.