د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی حنیف پښتین وایي، چې د پاکستاني پوځ لوري په بکاخېل سردې خیل او جانېخېل کې نااعلان شوي پوځي عملیات روان دي.
حنیف پشتین په خپله اکسپاڼه لیکلي، چې د پاکستاني پوځ دغه عملیات د عامو خلکو خلاف ترسره کیږي.
نوموړي ویلي:«پوځیانو د خلکو کورونه مورچې ګرځولي، ناروغانو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي، خلک نشي کولای چې کاروبارونو او د روزمره ژوند په کارونو پسې له کوره بهر ووځي.»
هغه هلته په میشتو پښتنو غږ کړی چې ددې سیمې ټول قومونه باید په یوه غږ ددې جبر خلاف ودریږي او پوځ ته اجازه ورنکړي چې دا سیمه چور او تالان کړي.