ایران وایي، د افغانستان شمال لویدیځ کې له ایران سره د ریل پټلۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټرانزیټ مهمه زمینه برابره کړې.
د ایران لارو او ښار جوړونې وزارت مرستیال جبار علي اکبري د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت له مرستیال محمد اسحق صاحبزاده سره لیدنه کې په دې اړه د ایران چین او افغانستان ترمنځ د درې اړخیزې ناستې غوښتنه هم کړې.
هغه دغه راز د ایران له لوري افغانانو ته د ریل پټلۍ په برخه کې د ظرفیت لوړونې د درېیم پړاو زدکړیزې دورې یادونه هم کړې.