د سیاسي چارو د شنونکي توریالي همت کورنۍ وايي، چې د نوموړي روغتیايي وضعیت ښه نه دی.
د دوی په خبره، توریالی همت تېر کال هم فلج شوی وو؛ خو اوس چې له څو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی، دوی ورته زیات اندېښمن دي.
د هغه کورنۍ زیاتوي، لا یې ورسره هیڅ اړیکه نه ده شوې او نه پوهېږي، چې چېرته به بندي وي.
توریالي همت کابل کې له یوې خصوصي رسنۍ سره خبرو کې ویلي وو، چې امیر المومنین د خیرک ادې هم نه ګڼي؛ چې تر همدې خبرو وروسته ونیول شو.