د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، افغانستان کې د یو مشروع نظام په نشتوالي کې اړینه ده، چې نړیواله ټولنه د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول په بهرنیو هېوادونو کې د اوسېدونکو او کډوالو افغانانو ګټو ته لومړیتوب ورکړي.
نوموړي ویلي، اصلي لومړیتوبونه د خلکو لپاره د اړینو کونسلي خدماتو د دوام تضمین، د افغانانو د بشري حقونو او نړیوالو ژمنو پوره کولو لپاره له اوسني حکومت سره د اړیکو مشروط کول دي.
نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تازه المان کې د افغانستان سفیر هم له دندې لاس په سر شوی دی.