رویټرز خبري اژانس وایي، چې امریکا اوکراین ته د پرسونل ضد ماینونو د کارولو اجازه ورکړې.
رویټرز د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکراین ته ددغه ماینونو د ورکړې اجازه ورکړې ده.
رویټرز د یاد چارواکي له قوله زیاته کړې، امریکا تمه لري چې اوکراین به دغه ماینونه په خپله خاوره کې وکاروي.
رویټرز ویلي، چې امریکا له اوکراین ژمنه اخیستې چې هغو سیمو کې به یې نه کاروي چې ملکي وګړي اوسي.