د پاکستان ملي ډیموکراتیک غورځنګ مشر محسن داوړ وايي، پښتونخوا طالبانو ته سپارل شوې.
هغه په بنو کې پر قومي مشر وروستي برید ته په غبرګون کې لیکلي، چې هدفي بریدونه او د خلکو وژنې دوام لري.
د داوړ په خبره، د وینو تویولو هیڅ پای نشته.
د یادونې ده، چې د بنو په جاني خېلو سیمه کې پر ملک شودي خېل ډزې شوې چې په پایله کې یې هغه او درې نور کسان وژل شوي او دغه راز بیا د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې هم د محمد نور په نوم قومي مشر وژل شوی دی.
تر اوسه د دغو بریدونو مسوولیت چا نه دی منلی.